د هېواد د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس ۲۲۴ مشکوکې نښې کتل شوې چې له ډلې یې یوازې ۶ مثبتې دي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن دوشنبې(د تلې په ۷مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې یاده موده کې د کوویډ۱۹ دوه ناروغانو ژوند بایللی دی.
تازه پېښې ۱ کابل، ۲ بلخ، او یوه یوه هم په تخار، کندز او کنړ ولایتونو کې ثبت شوې دي.
تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۱۴۵۵ تنه مړه شوي دي. د عامې روغتیا وزارت مالومات ښیې چې تېره شپه ورځ کې د کوم روغ شوي راپور نشته، خو ټول روغ شوي کسان تر اوسه ۳۲ زره او ۶۴۲ تنه دي.
د عامې روغتیا وزارت د مالواتو له مخې هېواد کې د کرونا ویروس ۱۱۰ زره او ۳۵۹ نښې کتل شوې. د کتل شویو نښو له ډلې ۳۹ زره او ۲۳۳ مثبتې پېښې ثبت شوې او اوس یوازې ۵۱۳۶ یې فعالې دي.