د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس ۵۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دغه مالومات چې نن(سې شنبې د تلې په ۲۲مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې تازه پېښې د ۴۰۵ مشکوکو کتل شویو نښو پایله ده.
همداراز تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله یو تن مړ شوی هم دی.
د نویو پېښو له ثبتېدو سره، په هېواد کې د کورونا ویروس ټولیز شمېر ۳۹ زره او ۹۲۸ پېښو ته رسېږي.
په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویروس ۴۸ هرات، ۱ هرات، ۱ بلخ، ۸ فراه او یوه هم په ارزګان ولایت کې ثبت شوې ده.
اوس مهال هېواد کې د کرونا ویروس ټولې فعالې پېښې ۵۱۴۰ دي.