د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو په لړ کې، په تېرو ۲۴ ساعتونو د هېواد په ځينو برخو کې د دواړو لوریو په لسګونه تنه مړه او ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د بدخشان په وردوج کې د دولتي ځواکونو د برید ضد کې ۵۵ تنه طالبان مړه او ټپيان شوي دي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د بدخشان په نښته کې د هغوی یو تن جنګیالی وژل شوی او څلور تنه نور یې ټپیان دي.
د بدخشان په ځینو ولسوالیو په تېره بیا وردوج ولسوالۍ او د فیض آباد ښار په شاوخوا سیمو کې هم د پوځيانو او طالبانو تر منځ نښتې شوې دي. ځايي چارواکي په دغو جګړو کې د پنځلسو طالب جنګیالیو د وژل کېدو او د څلوېښتو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي او زیاتوي چې اته افغان سرتېري هم وژل شوي دي.
په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی ضیا یفتلي وايي:«هغه بریدونه چې طالبانو پر وردوج ولسوالۍ لرل یوه پوسته یې نیولې وه چې بېرته ترې ونیول شوه.»
د هېواد د پوځيانو او طالبانو تر منځ د جګړو په دوام د فراه والي په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د دغه ولایت پر بالابولک، پشت رود، لاش جوند او انارې درې ولسوالیو او د فراه ښار پر څنډو د طالبانو د پراخو بریدونو خبر ورکوي.
د فراه والي تاج محمد جاهد څرګندوي:«دوی پر پوستو په ځانګړې توګه د ملي پوځ پر پوستو یرغلي بریدونه کړي دي، خو الحمدالله په ټول کې د امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخامخ شوي دي.»
په هلمند او د لښکرګاه ښار په څنډو کې له څو ورځو جګړو وروسته ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان په لښکرګاه کې د وضعیت د ښه کېدو خبره کوي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان ولي محمد احمدزی زیاتوي:«د هېواد ټول امنیتي ځواکونه دلته شته، د ملي امنیت مفروضات دلته شته.»
بل خوا په پروان ولایت کې چارواکي وایي چې په یوه رنجر موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چادنې له امله څلورو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له دې سره هم مهاله د بغلان پولیس وايي په دغه ولایت کې یې د طالبانو د استخباراتو مرستیال او د هغه څلور ملګري نیولي دي.
د بغلان د خوست او فرنک ولسوالیو ځينې اوسېدونکو په دغو ولسوالیو کې د نا امنیو د زیاتېدو په اعتراض کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې اعتراض وکړ.
د بغلان ولایت د ګذرګاه نور ولسوالۍ اوسېدونکی روح الله روحاني څرګندوي:«په بغلان کې په ځانګړې توګه په خوست کې په بشپړه توګه اندېښمنوونکی دی.»
د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې په داسې حال کې زوی اخیستی چې له یوې میاشتې راهیستې په دوحه کې د سولې په هکله پر سلامشورو بوخت دي.
خو د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله له طالبانو غواړي چې د سولې د مذاکراتو د پرمختګ لپاره تاوتریخوالی کم کړي:«لږ تر لږه د جګړې د تاوتریخوالي د پام وکړ کچې ټیټول دي تر هغې چې مصالحه په یوه امنه فضا کې دوام پيد اکړي.»
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم وايي:«د طالبانو د بریدونو او تاوتریخوالي دوام د سولې بهیر کمزوری کوي.»
له دې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي چې په قطر کې د طالبانو له مشرانو سره د ځينو لیدنو په لړ کې، له هغوی سره نویو هوکړو ته رسېدلی دی چې د هغه پر بنسټ تمه لرو چې تاوتریخوالی کم شي.
خو طالبانو له خپل لوري د سترو بریدونو ترسراوی ردوي.