د افغانستان بیارغاونې لپاره د امریکا متحدهایالاتو ځانګړې اداره یا سیګر وايي، افغانستان سره بیارغاونې لپاره د امریکا مرسته شویو پیسو کې په میلیاردو ډالر حیف و میل شوي.
سیګر یو تازه رپوټ کې راغلي چې یوازې تېر زیږدیز کال کې ۱،۸ میلیارده ډالر، ضایع شوي او یا هم حیف و میل شوي.
د سیګر د رپوټ پر بنسټ، د ۲۰۰۲ کال نه د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر تر ۳۱ مې، د امریکا کانګرس ۱۳۴ میلیارده ډالر د افغانستان بیارغاونې لپاره بېل کړي.
سیګر وایي، دوی تراوسه د ۶۳ میلیارده ډالرو مرسته ارزولې او موندلي یې دي چې د ۲۰۰۹ کال نه د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر تر ۳۱ مې، د امریکا مرسته شویو پیسو نه ۱۹ میلیارده ډالر ورک شوي، ضایع شوي، اختلاس پهکې شوی او یا حیف و میل شوي.
په دې اړه مو اندونه