د عامې روغتیا وزارت تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس د ۲۸۳ تازه پېښو له ثبته خبر ورکوي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(دوشنبې د لیندۍ په ۱۰مه نېټه) یې له رسنیو سره شریک کړي، ښیې چې یاده موده ۵۷ تنه د کوویډ۱۹ ناروغان روغ شوي هم دي.
همداراز تېره شپه ورځ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ۱۶ تنه مړه شوي دي.
تازه پېښې ۳۵ کابل، ۳۴ هرات، ۳۰ کندهار، ۳۳ بلخ، ۲۴ننګرهار، ۹ تخار، ۱۴ پکتیا، ۶ کندز، ۸ بغلان، ۸ پروان، ۲ دایکندي، ۱۱ نیمروز، ۲۴ غزني، ۴ هلمند، ۱لغمان، ۲ پنجشېر، ۱۳ فراه، ۱۰ زابل، ۱۱ پکتیکا او ۴ ارزګان کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس لپاره ۱۳۰۰ مشکوکې نښې کتل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه هېواد کې د کویډ۱۹ یو زرو ۷۷۹ تنه مړه شوي دي.