تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس ۷۹ مثبتې پېښې ثبت شوې او د کوویډ۱۹ درې ناروغان مړه شوي هم دي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(دوشنبې د مرغومې په ۲۹مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې تازه پېښې د ۱۸۴۹ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۴ زره ۱۴۱ ته رسیږي چې له ډلې یې ۵ زره او ۳۸۴ یې فعالې دي.
تازه پېښې ۱۰ کابل، ۱۰ هرات، ۲ کندهار، ۱۵ ننګرهار، ۱ پکتیا، ۳ بغلان، ۲ نیمروز، ۳ بدخشان، ۲ لوګر، ۳ لغمان، ۲۰ کنړ، ۱ پنجشېر، ۱خوست، ۱ زابل او ۵ هم په نورستان ولایتونو کې ثبت شوې دي.