د دوشنبې په ورځ (د غوايي ۲۰مه) په بیت المقدس کې تاوتریخجنې شخړې د پام وړ زیاتوالی وموند چې د دغو نښتو په پایله کې د ماشومانو په ګډون ۲۰ فلسطینیان د اسرایل په هوايي او توغندويي بریدونو کې وژل شوی دي.
اسرایلي پوځيانو ویلي دي چې هغوی د وسله والو ډلو په وړاندې او په غزه کې پر پوستو هوايي بریدونه او د توغنديو توغول هغه مهال پیل کړل چې فلسطینیانو هغه څه چې د اسیرایل لومړی وزیر هغه له سرې کرښې تېرېدل ګڼي د لومړي ځل او له ۷ کلونو وروسته د بیت المقدس په لورې توغندي ور وشړل.
د اسرایلي پوځیانو او فلسطینیانو ترمنځ شخړې د دوشنبې شپې تر ناوخته پورې دام درلود. فلسطینیانو ویلی دي چې د غزې په درانګړه کې د سترو چاودنو شاهد وو.
اسرایلي پوځيان وايي چې فلسطینیانو تېره شپه کابو ۱۵۰ توغندي د اسرایلو په لور توغولي دي. چې ډېری دغه توغندي د اسرایل د توغندیو د دفاعي سیستم له خوا شنډ کړل شوي دي.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن ویلي دي چې د غزې له خوا د اسرایل په لور د توغندیو توغول باید په بیړه ودرول شي. هغه له دواړو لوریو غوښتي دي چې تاوتریخوالی کم کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې پر سهار د الاقصی جومات په شاوخوا او د بیت المقدس په اړوندو کې د اسرایلي او فلسطیني ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.
د رویټرز خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، په دغو نښتو کې کابو ۷۰۰ فلسطینیان په بیت المقدس کې ټپيان شوي دي.
مسجد الاقصی له څو ورځو راهیسې د فلسطیني او اسرایلي ځواکونو ترمنځ د نښتو شاهد دی. تېره ورځ یهودي سخت دریځو هم پر بیت المقدس د اسرایلیانو د یرغل ورځې د لمانځنې لپاره له اسرایلي ځواکونو سره یوځای شول.