افغانستان کې د سولې ټینګېدو هڅې داسې مهال روانې دي، چې د "افغانستان د اسلامي جمهوریت" د مذاکراتي پلاوي ځينې غړي، طالبانو سره مذاکراتو لپاره دوحې ته رسېدلي، خو د مذاکراتو د پیل او نتیجې ته د رسېدو په هکله تراوسه معلومات نهشته.
د افغانستان سولې او خپلمنځیو همکاریو په هکله، د افغانستان، پاکستان او چین څلورمه درېاړخیزه غونډه، نن (پنجشنبه د غبرګولي په ۱۳ مه)، د چین په کوربهتوب او انلاین ترسرهشوه.
د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان د سولې مذاکرات یوه حساس پړاو کې دي او پهدې شرایطو کې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل به وضعیت ډاډ وړ نهکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګوینبین ویلي: « د چین، افغانستان او پاکستان درېیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو خبرې، پر یو بل د باور زیاتولو او د همکاریو پراخولو لپاره مهمې وې.»
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم وایي، چې دغه درېاړخیزه غونډ د افغانستان سولې لپاره مهمه وه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب ویلي: «تروریزم سره مبارزه، افغانستان او سیمه کې د دایمي سولې ټينګښت او ټیکاو او همداشان د همکاریو پراخوالی هغه مسایل وو، چې غونډه کې برې بحث شوی دی.»
په همدې حال کې د پوهنتون یو استاد فضلالهادی وزین وایي، چې چین کولی شي، پر پاکستان له شته نفوذه کار واخلي او دغسې به د افغانستان، چین او پاکستان درېاړخیزو غونډو نتیجې ته هیلهمن شوو. ښاغلي وزین ویلي:« که پر پاکستان د چین شته نفوذ مطالعه شي، زه فکر کوم دغسې غونډې به ګټورې وي.»
افغانستان کې د سولې ټینګېدو هڅې داسې مهال روانې دی، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي ځينې غړي، طالبانو سره مذاکراتو لپاره دوحې ته رسېدلي، خو د مذاکراتو د پیل او نتیجې ته د رسېدو په هکله تراوسه معلومات نهشته.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي یوه غړي عبدالحفیظ منصور طالبان تورن کړي دي، چې مذاکراتو کې وخت تېروي: «لا هم داسې شکونه شته، چې طالبان پر اصلي اجنډا چې اوربند او راتلونکی مشارکتي حکومت دی، بحث ته چمتو نهدي.»
افغانستان کې د سولې ټینګېدو هڅې داسې مهال تراوسه بېنتیجې دي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ ۴۴ په سلو کې بشپړه شوې ده.
په دې سره د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته باید دې هېواد کې د ملګرو ملتونو رول تر بل هر وخت فعال شي.