د چین روغتیايي ادارې نن (یکشنبه د غبرګولي په ۲۳ مه نېټه) ویلي، د جون په ۱۲ مه یعنې پرون یې، د کورونا ۳۴ نوې مثبتې پېښې ثبت کړې دي، چې وړمه ورځ دا شمېر ۳۵ وو.
د چین د ملي روغتیايي ادارې په وینا، په دې نویو ناروغانو کې ۶ یې داسې کسان ول، چې په کور دننه یعنې چین کې پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي وو او دغسې بېلګې وړمه ورځ ۸ وې.
دا ټول ناروغان په سویلي ولایت گوانگډونگ کې دي. چین کې د کورونا ۱۸ نوې داسې پېښې ثبت شوې دي، چې ناروغانو یې نښې نه لرلې او دغسې بېلګې وړمه ورځ ۲۷ وې. چین د دغسې کسانو د معاینې نتیجه مثبته نه ګڼي.
چین کې دولتي رسنیو رپوټ خپور کړی، چې د چین په ختیځ کې د شيجینګ ایالت په "وېنزو" ښار کې د ټولو خلکو، د کورونا معاینې شوې دي.
د چیني رسنیو په وینا، په "وېنزو" ښار کې د ۲۴۰ زره کسانو د کووېډ-۱۹ ناروغۍ معاینې شوې، چې د ټولو نتیجه منفي وه.
په چین کې تراوسه د کورونا د ټولو ثبت شویو مثبتو پېښو شمېر ۹۱،۴۲۸ ته رسېدلی چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د مړینې شمېرې پهکې ۴،۶۳۶ دي او دا د مړینې هغه شمېرې دي، چې د ډېرې مودې راهیسې نه دي لوړې شوي.