د افغانسان روغتیا وزارت نن (دوشنبه د غبرګولي په ۲۴ مه نېټه) رسنیو ته استولو معلوماتو کې ویلي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې، د ۵،۰۷۰ کسانو د کورونا معاینې یې کړې وې، چې له منځه یې ۱،۸۰۴ کسان د کووېډ-۱۹ ناروغان پېژندل شوي دي.
روغتیا وزارت وایي، تېره یوه شپه او ورځ کې ۷۱ کسان کورونا مړه کړي او په همدې موده کې ۲۹۶ کسان له کورونا روغ شوي دي.
افغانستان کې تر اوسه په کورونا د ټولو اخته کسانو شمېر ۹۳،۲۷۲ تنو ته رسېدلی، چې له منځه یې ۳،۶۸۳ کسان مړه شوي.
د ټولې نړۍ شمېرې:
د امریکا د جانهاپکېنز پوهنتون د معلوماتو پر بنسټ، ټوله نړۍ کې، درې میلیونه، ۸۰۴ زره او ۲۵۹ کسان کورونا مړه کړي او ۱۷۵ میلیونو نه زیات کسان پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.