له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو له لړۍ دوام سره، افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، چې امریکا په مرکزي اسیا کې، د پوځي اسانتیاوو لپاره، خپل ځواکونه "نهشي ځای پر ځای کولی" او "باید یې ځای پر ځای نهکړي."
د کابلوف په وینا له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته، داسې ښکاري چې امریکا، د افغانستان شاوخوا سیمو کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د یوځای موندلو په لټه کې ده.
د روسیې خبري اژانس په خپل رپوټ کې لیکلي، چې ښاغلي کابلوف ویلي:« موږ وار له مخه واشنګټن ته په دې هکله، له بېلابېلو لارو خپل پیغامونه استولي دي او موږ هیله لرو چې واورېدل شي.»
کابلوف د افغانستان پر حکومت او طالبانو غږ کړی، چې په یو ګډ حکومت سلا شي.
افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي:«د واک راتلونکې جوړښت په هکله وروستۍ پرېکړې باید خپله افغانان وکړي.»
له افغانستان نه د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو وتلو، د افغانستان د حکومت راتلونکې او افغان ځواکونو په هکله بېلابېلې اندېښنې راولاړې کړې دي.