په افغانستان کې د کورونا واکسین د تطبیق د دویم پړاو له درېدو سره هم مهاله، د عامې روغتیا وزارت وايي چې تراوسه په هېواد کې ۹۸۰ زره تنو د کورونا واکسین لګولی دی.
په افغانستان کې د کورونا د واکسین د تطبیق دویم پړاو څو موده مخکې، له هغې وروسته کله چې له چین څخه کابل ته د ۷۰۰ زره دوزه واکسین راورسېد، پیل شو. د عامې روغتیا وزارت وايي چې د واکسین د دویم دوز تطبیق دوام لري.
له دې ټولو سره سره دعامې روغتیا وزارت وايي چې تر راتلونکې اوونۍ به د کورونا جانسون جانسون یو نیم مېلیون ډوزه واکسین له امریکا کابل ته راولېږدول شي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند غلام دستګیر نظري وايي:«به نږدې راتلوونکي کېاو ښايي د راتلوونکې اوونۍ په پیل کې، دغه واکسین افغانستان ته راورسېږي. او د تطبیق بهیر به پیل کړو. او یو نیم مېلیون نور واکسین ښايي لس ورځې وروسته راورسېږي.»
دا په داسې حال کې دی چې په افغانستان کې د کورونا ویروس خپرېدل صعودي سیر لري. د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ۱۴۸۵ نوې پېښې ثبت شوې دي او د کووېډ نولس ۷۷ ناروغان هم مړه شوي دي.
بل خوا په هېواد کې پر تورې پوڅکۍ یا تور قارچ د اخته کسانو شمېر اوو تنو ته رسېدلی دی چې له دې منځه د دې ناروغۍ دوه تازه پېښې په کابل کې ثبت شوې دي.
بل پلو په کابل کې د پاکستان سفارت وایي چې د دغه هېواد نژدې څلور زره وګړي چې د افغانستان له لارې سعودي عربستان ته تلل، له کابل نه دغه هېواد ته د الوتنو د درېدو له امله په کابل کې ایسار پاتې دي.