د طالبانو د سرپرستې کابینې اعلان ته په کور دننه او بهر غبرګونونه ښودل شي او ځینو سیاستوالو ویلي، چې دا کابینه ټولګډونه نه ده.
ځینې سیاستوال وایي، د طالبانو د سرپرستې کابینې نوي غړي یوازې د یو قوم، یو جنسیت او انحصاري دي.
د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد کریم خلیلي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د طالبانو په اعلان شوې کابینه دې بیا کتنه وشي.
ښاغلي خلیلي لیکلي:"د طالبانو اعلام شوی حکومت نه له سیاسي اړخه یو پراخ بنسټه حکومت دی او نه له ټولنیز اړخه افغانستانګډونه جوړښت دی. بلکې یوازې د یوې ډلې، یوه قوم او یوه جنسیت اداره ده که پرې بیاکتنه و نه شي، نه یوازې دا چې د هېواد لوړې ګټې او ملي یووالی به پهکې تضمن نه شي بلکې هېواد به د کړکېچ په دوام بدل شي."
د مخکیني ولسمشر دویم مرستیال محمدسرور دانش هم ویلي، چې د طالبانو کابینه انحصاري، د یوې پرګنې او د یوې خاصې برخې ده.
خو طالبان دا خبرې ردوي او وایي، چې د نوي حکومت جوړښت ټولګډونه دی او پهکې د طالبانو ټول مخکښان شته.
د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي انعامالله سمنګاني ویلي:"د افغانستان اسلامي امارت لازمه وګڼله، چې اسلامي امارت صف کې موجودو کدرونو نه استفاده وکړي او یوه بېړنۍ کابینه جوړه کړي."
بل خوا پاکستان او چین وایي، چې افغانستان د نوي حکومت د جوړېدو اړتیا وه او ټینګار یې دادی چې د طالبانو حکومت سره د نړۍ هېوادونه اړیکې ولري.
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي:"فکر کوم اړتیا وه چې افغانستان کې یو جوړښت رامنځته شي نو طالبانو یو لنډمهاله جوړښت جوړ کړ او موږ هیله لرو چې دا جوړښت کارند وي."
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي:"د سیاسي جوړښت، ترهګرۍ سره مبارزې او ګاونډیونو هېوادونو سره د اړیکو لرلو په هکله د طالبانو مثبت چلن هرکلی کوو. خو مهمه داده چې دا کارونه عملي شي. موږ هیلهمن یوو چې طالبانو له تېر زده کړي وي او له ټولو اړخونو سره فعاله راشه درشه ولري او هغه ژمنې عملي کړي چې نړۍ سره یې کړې دي."
له دې سره د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې فکر نه کوي طالبان به داسې ژر په رسمیت وپېژني.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکوماس ویلي:"لا هم اړتیا ده چې د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو سره هغوی سره خبرو ته دوام ورکړو. کېدای شي طالبان په رسمیت و نه پېژندل شي، ځکه فکر نه کوم چې اوسني وضعیت کې دا کار وشي."
په ورته وخت کې د قطر بهرنیو چارو وزیر ایران ته تللی او ویل کېږي، پر افغانستان یې ایراني چارواکو سره خبرې کړې دي.