په داسې حال کې چې په هېواد کې ډېری روغتونونه د روغتیايي درملو او تجهیزاتو له کموالي سره مخ دي، د عامې روغتیا چارواکي پر سرطان د اخته ناروغانو له زیاتوالي خبر ورکوي.
دوی وايي چې د روان لمریز کال له پیله تراوسه د سرطان د درمنلې په مرکزونو کې څه باندې ۱۳ زره او ۵۰۰ د سرطان ناروغان ثبت شوي دي او پر سرطان د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.
له دې منځه د جمهوریت روغتون رییس وايي چې په هېواد کې د سرطانې ناروغانو یوازې شمېر زیات شوی نه دی، بلکې دولتي روغتونونو ته د مراجعې بهیر چې وړیا خدمتونه وړاندې کوي هم د بېلابېلو لاملونو له امله له هغې ډلې بې وزلۍ او بې کارۍ زیات کړی دی.
د دغه روغتون مسوولان د روغتیا له نړۍوال سازمان او نورو مرستندویو ادارو نه غواړي چې د افغانستان له روغتونونو سره نورې مرستې وکړي.
د جمهوریت روغتون د سرطان د کنټروم د پروګرام مسوول محمد عیسي ابراهیمي څرګندوي:«د عملیاتي ناروغانو لپاره درمل ورکوو، خو د نورو لپاره درمل نه لرو، په ټول کې په روغتون کې ډېر درمل نه لرو.»
نولس کلنه رقیه له شپږو میاشتو راهیسې د سرطان پر ناروغۍ اخته ده. دا چې اوس اوس له لوګر نه د کابل جمهوریت روغتون ته راغلې ده وایي چې دغلته د روغتیايي تجهیزاتو او درملو د کموالي له امله له خپلې درملنې ناهیلې شوې ده.
رقیه د داسې بې وزلې کورنۍ غړې ده، چې ان له بازار نه یې د خپلو درملو د پېرلو لپاره پیسې په پور اخیستي دي.
هغې طلوع نیوز ته وویل:«پیسې مو پور کړې او درمل مو وپېرل، ۱۳ زره افغانۍ شوې، اوس نه پوهېږم چې کورنۍ مې زما د درملنې لپاره پیسې له کومه کوي.»
د سرطان پر ناورغۍ ډېری اخته ناروغان چې د درملو د پېرلو وس نه لري او په دولتي روغتونو کې هم د وړیا درملنې چندان زمینه برابره نه ده، حیران پاتې دي او نه پوهېږي چې څه وکړي؟
ناروغه ماه ګل وویل:«تېر کې درمل و، اوس موږ په خپله درمل پېرو، پیسې هم نه لرو.»
محمد داوود د واټونو پرغاړه توکي پلورل، خو اوس د سږو پر سرطان اخته شوی دی.
دی وایي د درملنې لپاره یې باید څلور واکسینونه کړي وای، خو یوازې دومره توانېدلی چې له خپل ملګري نه د یوه واکسین پیسې پورکړي.
ظاهراً د خلکو د اقتصادي وضعیت خرابېدل د دې لامل شوي دي چې دولتي روغتونونو ته د ناروغانو چوپې ورماتې شي.
داسې چې په جمهوریت روغتون کې نه یوازې اصلي بسترونه بلکې دهلیزونه هم له ناروغانو ډک دي.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د روان لمریز کال له پېل راهیسې د هېواد په روغتیايي مرکزونو کې د سرطاني ناروغیو نږدې دیارلس نیم زره ناروغان ثبت شوي دي.
له دې منځه شپېته سلنه ښځې او څلوېښت سلنه نارینه دي. د ډاکټرانو په وینا ډېری ناروغې ښځې د سینې په سرطان او سړي د مرۍ په سرطان اخته شوي دي.
د ویټامېنونو کمښت، د ډېرو ګرمو خوړو او مایعاتو خوړل،ژنيټيکي مسایل، ککړه هوا، اعتیاد او ځينې نور مسایل پر سرطاني ناروغیو د اخته کېدو له لاملونو بلل کېږي.
په دې اړه مو اندونه