د رویټرز خبري اژانس د شمالي کوریا د رسنیو پر حواله رپوټ ورکړی دی چې دغه هېواد په نویو ازمویښتونو کې چې د دغه هېواد د پر مختللی توغندويي پروګرام ښيي، د دوشنبې په ورځ څو تاکتیکي هدایت کېدونکي توغندي د شمالي کوریا د ټاپو ختیځ سواحلو په لوري توغولي دي.
تاکتیکي هدایت کېدونکي توغندي د دغه هېواد په لوېدیځ کې د دفاعي علومو اکاډمۍ له لوري ازمویښت شوي دي او ختیځ سواحلو کې په خپله نښه شوې موخه لګېدلي دي.
د شمالي کوریا دولتي رسنیو په یوه رپوټ کې ویلي دي:«له دغه ازمویښت نه موخه، د تولید او پراختیا په حال کې د تاکتیکي هدایت کېدونکو توغندیو ارزونه وه. دغه ازمویښت، دقت، امنیت او د وسله يي سیسټم عملیاتي کارونه تایید وي.»
بلخوا د سوېلي کوریا پوځ د دوشنبې ورځې پر سهار اعلان کړی دی چې شمالي کوریا د لنډ واټن دوه بالسټيک توغندي د پیونګ یانګ له یوه هوايي ډګره د ختیځ سواحلو په لوري توغولي دي.
ورته مهال د امریکا متحده ایالاتو د دغې پېښې په غبرګون کې، له شمالي کوریا غوښتي دي چې خپل «ناقانونه او بې ثباته کوونکي» فعالیتونه ودروي.
په دې اړه مو اندونه