په کابل کې د تېرې ورځې د خونړۍ چاودنې د قربانیانو ځينې کورنۍ د دغې پښې د عاملانو د نیولو او سزا ورکولو غوښتونکي دي.
د دغې چاودنې یو له قربانیانو، احمد سیر احمدي دی، نوموړی د کانګفوتوا ملي اتل او د دغې څانګې د ملي لوبډلې روزونکی هم و.
د احمد سیر احمدي پلار رباني وايي:«مشر زوی مې وه، له هغې چې خدای هغه پیدا کړی و ما په چوخ (امپلق) هم نه و وهلی، دا ډول جنجالونه دی څه ویلای شو. هر سهار به یې ویل چې پلار جانه یوه مچو راکړه بیا به ته.»
د احمد سیر زوی هغه سیاوش د خپل پلار د وژل کېدو په ویر کې اوښکې تویوي. د پلار نشتوالی له هغه نه د خبرو کولو توان هم اخيستی دی.
له احمد سیر احمدي نه څلور بچیان پاتې دي. د احمد سیر خپلوان له حکومته د عدالت غوښتنه کوي.
د احمد سیر له خپلوانو نصیر احمد نیازی څرګندوي:«په هغه دولت کې هم داسې څه ول، خو په دغه دولت کې بیا هم هماغه ډول حالت ډېر کړکېچن دی چې موږ نه شو ویلای، خو له اوسني حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې دا ډول پښو مخه دې ونیسي.»
احمد سیر د انرژۍ اوبو او برېښنا انېسټیټیوټ محصل و او په پام کې وه، چې په دې اوونۍ کې د خپل وروستي سمسټر آزموینه ورکړي، خو د کابل په شپږمه ناحیه کې د خلیفه صاحب په جومات کې د ماسپښين چاودنې یې ټولې هیلې له خاورو سره خاورې کړې.
په دې اړه مو اندونه