د عامې روغتیا وزارت مسوولان په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د ډېرېدو خبر ورکوي او زیاتوي، په وروستیو پنځوو میاشتو کې تر لسو زرو ډېرو کسانو د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره د کابل روغتیايي مرکزونو ته مراجعه ته کړې ده.
یاد وزارت په افغانستان کې پر سرطان د اخته کسانو د کره شمېرو په اړه څه نه وايي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي: «هڅه کوو چې د درملنې لپاره ښه روغتونونه ولرو او هلته ټول معیارونه او وسایل برابر وي، خو په لومړیو کې موږ هڅه کوو چې روغتیايي مرکزونه مجهز وي.»
په وروستیو پنځو میاشتو کې جمهوریت روغتون کې د سرطاني ناروغانو شمېر دا ډول دی:
وری: ټولټال ۲۵۷۲ ناروغان روغتون ته تللي چې ۸۸۱ بسترشوي او ۵۹ جراحي شوي.
غویي: ټولټال ۲۰۴۸ ناروغانو روغتون ته تللي چې ۷۷۴ بستر شوي او ۴۲ جراحي شوي.
غبرګولی : ټولټال ۲۴۷۲ ناروغان روغتون ته تللي چې ۸۲۰ بستر شوي او ۵۲ جراحي شوي.
چنګاښ : ټولټال ۲۳۲۰ ناروغان روغتون ته تللي چې ۸۵۲ بسترشوی او ۴۹ جراحي شوي.
زمری: ټولټال ۲۴۲ ناروغان روغتون ته تللي چې ۸۷۵ بسترشوي او ۵۳ جراحي شوي.
بيبي حورا پنځوس کلنه ده. دا چې د معدې پر سرطان اخته شوې ده، له کندز نه کابل ته راغلی او په جمهوریت روغتون کې بستر ده.
په جمهوریت روغتون کې بستري ناروغه بيبي حورا وايي: «معده مې بنده شوه، بیا یې راته وویل واخله ډوډۍ وخوره ومې ویل ډوډۍ نه شم خوړلی، څنګه یې وخورم، بهر راغلم زړه بدوالی می هم و نهشو کړای، بیا مې مړۍ تېره شوه، سهار پاڅېدم کندز ته راغلم پیپ یې راته بند تېر کړ، هېڅ یې و نه ویل، یو کاغذ یې راکړ راته وویل ډاکتر ته یې ورکړه، هلته چې لاړم راته یې وویل چې کابل ته لاړه شه.»
په دې روغتون کې یو شمېر نارغان د سرطاني ناروغیو په څانګه کې د درملو له کموالي شکایت کوي.
یو ناروغ قدرتالله وايي: «دراو یې راوړې وه، ویل دارو دې لږ دي، دا ځل هم راته د لس زرو نور درمل لیکي.»
یو ناروغ لرونک غلام سعید وايي: «کومه نسخه چې ډاکتران ورکوي، کوم امکانات چې روغتون کې وو راسره یي مرسته کړې وه، کوم چې نه وو نسخه یې راکړه له بهره مې واخیستل.»
له بلې خوا، یو شمېر ډاکټران په کابل کې د ناروغیو د تشخیص امکاناتو له کموالي اندېښمن دي.
یو ډاکټر عبدالمنان باوري وايي: «د ناروغانو مراجعه ډېره ده او د ډاکټرانو شمېر کم شوی دی، له دې سربېره د ودانۍ مساله هم ده چې ځای پهکې نهشته او د ۳۴ ولایتونو لپاره ۳۲ بسترونه دي.»
له سرطاني ناروغیو سره د مبارزې امر ذبیح الله هاشمي وايي: «سيټي سکېن نهلرو او دا معاینه ناروغان په بهر کې تر سره کوي، کوم درمل چې دننه روغتون کې ورکوو عادي دي، هغه اساسي درمل چې د سرطان ناروغۍ لپاره دي له بده مرغه موږ یې نهلرو او بیه یې هم لوړه ده او ناروغان یې له بهره اخلي.»
ناروغان د سرطاني ناروغیو د زیاتېدو لامل په هېواد کې د کمیاوي وسلو کارول او د چاپېریال ککړتیا ګڼي.
په دې اړه مو اندونه