په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» رییسې د افغان ښځو له مشرانو سره په کتنه کې د ښځو پر ټولنیز او اقتصادي ګډون ټینګار کړی دی.
روزا اوتونبایوا ویلي، زدهکړو ته د نجونو او کار ته د ښځو لاسرسی د دوی حق دی.
د ښځو د حقونو فعاله شیرینه محمدي وايي: «موږ یو پرمختیايي هېواد غواړو او ښځو ته باید په ټولنه کې ځای ورکړل شي، ځکه له ښځو پرته نهشو کولای چې یو پرمختللی هېواد ولرو.»
ورته مهال، د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو مشرې له ملګرو ملتونو غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو له حقونو ملاتړ وکړي.
هیدر بار وايي: «ملګري ملتونه باید د دغو ښځو ملاتړ وکړي او هغوی ته باید غوږ ونیسي. ولیدل شي چې، ملګري ملتونه څنګه د نجونو او ښځو د خوندینې په تړاو خپله دنده سرته رسوي.»
حامیه نادري د ښار جوړولو او ځمکو وزارت پخوانۍ کارکوونکې وه، خو اوس بېکاره ده او له همدې امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
اغلې نادري وايي: «بېروزګاره او په کور ناسته یم او له اقتصادي او رواني ستونزو کړېږم.»
دا په داسې حال کې ده د اسلامي امارت مسوولانو تل ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي او د شرایطو په برابرېدو سره به د نجونو پاتې ښوونځي هم پرانېستل شي.
په دې اړه مو اندونه