Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د درملو په ځای تریاک؛ ارزګان کې کورنۍ خپلو ماشومانو ته تریاک ورکوي

د ارزګان ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې ځينې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د درملنې په پار د درملو په ځای تریاک ورکوي.

د ارزګان روغتیایي مسوولین هم مني چې دوی ته هره ورځ داسې ناروغان مراجعه کوي چې د درملنې په موخه تریاک ورکړل شوي وي. دوی وایي ډېری ناروغانو له دې امله حتا خپل ژوند بایللی دی.

د ترینکوټ ولایتي روغتون د ماشومانو څانګې متخصص رحمت الله کامران وايي:«که چېرې په وخت یې موږ ته راورسوي موږ بیا هم همکاري کولای شو که چېرې وخت تېر شي بیا ماشوم له منځه ځي.»

د ارزګان د صحت عامي رییس محمد الله روحاني وویل:«له ګټو یې زیانونه ډېر دي ځکه روږتیا رامنځته کوي او په دې پایله کې خپل ژوند  له لاسه ورکوي.»

ورته مهال، ځينې هغه کورنۍ چې خپلو ماشومانو ته یې تریاک ورکړي دي، وايي چې د تریاکو د ورکړې له زیانونو خبر نه وو.

یوه ارزګانۍ کورنۍ وايي خپل درې کلن ماشوم ته یې د ټوخلې د درملنې په پار تریاک ورکړي. دغه ماشوم او د ترینکوټ په ولایتي روغتون کې بستر دی.

د ناورغ ماشوم پلار الله داد وویل:«ماشوم مې ډېر ناروغ و، ورته مې تریاک ورکړل ځکه وضعیت یې ښه نه و او د شپې مې روغتون ته راوست.»

د ارزګان بل اوسېدونکی تور جان هم وايي:«ما په خپله له تریاکو استفاده کړې یا د ماشوم د خوب لپاره او یا هم د ماشوم د ژړا د کموالي لپاره مې له هغې استفاده کړې ده.»

د ارزګان اوسېدونکی  صدیق الله هم څرګندوي:«ما په ځلونو له تریاکه استفاده کړې ده او دا نشه يي توکي یو ډېر مضر مواد دي چې موږ یې ماشومانو ته ورکوو.»

د ترینکوټ د ولایتي روغتون د مسوولینو په په خبره دوی ته په تېره یوه کال کې تر ۵۰۰ داسې ناروغان وروړل شوي چې د کورنیو له لوري تریاک ورکړل شوي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه