د هرات د امنیتي خبرو اترو لسمه غونډه سبا (سې شنبې د لیندۍ په ۸مه) د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې جوړېږي.
د افغانستان د اسټراټېژيکو مطالعاتو انسټېټیوټ وايي چې په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې به افغانستان کې یوه ټول ګډونه حکومت ته د رسېدو په لارو چارو خبرې وشي.
د افغانستان د سټراټېژیکو مطالعاتو د انسټېټیوټ رییس داوود مرادیان وویل:«په دوه ورځو کې کارپوهان، د افغانستان په مسایلو کې د دخیلو ډلو، لورو او هېوادونو استازي به له سیمه ییزې اجماع او نړۍوال ملاتړ سره به افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو خبرې وکړي.»
بل خوا، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د دغې غونډې د جوړېدو هرکلی کوي، خو وایي چې دغه راز غونډې باید په هېواد کې دننه جوړې شي.
د پوهنتون استاد ذکي الله محمدي وايي:«عملي بڼه نه لري دوی یوازې هغه تشریفات او امتیازونه چې له نړۍوالۍ ټولنې غواړي، ځان ته یې واخلي او زموږ د حکومت کمزورتیا وښيي.»
د سیاسي چارو شنونکی نصیر احمد تره کی هم څرګندوي:«په حقیقت کې د هرات امنیتي خبرې اترې د سیمې او افغانستان د مخکښو کارپوهانو او صاحب نظرانو غونډه ده چې تر ډېره په تیوریکي نسخو څرخي.»
خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، هره غونډه چې د هېوادوالو په ګټه وي، ښه ده.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«هر خوځښت چې د افغانانو په ګټه وي او د افغانستان له مسایلو سره په ښه بڼه همکاري وکړي یو ښه ګام دی؛ خو په ټول کې په خصوصي توګه په دې هکله څه نه دي ویل شوي.»
د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ پرخپل ټوټېر لیکلي دي، چې اسلام آباد یې تاجیکستان ته د سفر مخه نیولې ده.
د هرات امنیتي غونډه هر کاله په هېواد کې دننه جوړېده. تمه کېږي چې سږکال په دې غونډه کې د افغانستان په ګډون د سیمې او نړۍ ۱۲۰ هېوادونه ګډون وکړي.
په دې اړه مو اندونه