د هرات حوزوي روغتون د رواني روغتیا څانګې مسوولان پهدې ولایت کې د رواني ناروغانو له زیاتوالي خبر ورکوي.
د دوی په وینا، هره ورځ نږدې سل ناروغان د درملنې په موخه دې څانګې ته مراجعه کوي چې اتیا سلنه مراجعین یې ښځې او نجونې دي.
د هرات حوزوي روغتون د رواني ناروغیو د درملنې څانګې مسوول قدیم محمدي وايي: «هره ورځ سل کسه مراجعین لرو چې دوه پر درې دېر یې ښځې دي یانې له سلو کسانو یې اتیا ښځې او شل نور یې سړي دي.»
د هرات حوزوي روغتون د رواني ناروغیو د درملنې په څانګه کې ځینې ناروغان د خپلو ناروغیو لامل اقتصادي ستونزې او کورنی تاوتریخوالی یادوي.
ناروغه ماه جان وايي: «په دوه درې ورځو کې راباندې حمله راځي، بېسده کېږم، کله چې راباندې راشي، نور په ځان نه پوهېږم.»
پهدې روغتون کې د زیاتو ناروغانو درملنه د روانپوهانو په سلا مشورو مخته ځي، خو یو شمېر شدید ناروغان، د رواني ناروغیو د درملنې په څانګه کې بسترېږي. ویل کېږي، تېره میاشت نږدې څلورسوه تنه د درملنې په موخه بستر شوي دي.
د رواني ناروغیو متخصص محمد شفیق عمیر وايي: «ښځې د ټولنې او کورنیو یوه ستره برخه جوړوي. که هغوی خپل درس او کار ته ستانه شي، دا له دوی سره د دوی په نظم او ښهوالي کې مرسته کولای شي.»
د بېکارۍ او بېوزلۍ زیاتوالی، نهیلي او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل کېدل، په هرات کې د رواني ناروغیو د کچې د لوړیدو اصلي لاملونه بلل کیږي.
ډاکټران خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت په دوام سره به په هېواد کې د رواني ستونزو د ناروغانو شمېر څو برابره ډېر شي.
په دې اړه مو اندونه