له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو د غوښتنو په دوام، په بدخشان کې یو شمېر نجونې زدهکوونکي له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې هر ډول شرایط مني، خو د دوی پر مخ دې د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.
دغه زدهکوونکي چې اوس د غالۍ اوبدنې په زدهکړه بوختې دي، وایي، په رواني ناروغېو له اخته کېدو د مخنیوي په موخه یې دې کار ته مخه کړې ده.
د غالۍ اوبدلو دغه کارخونه د بدخشان ولایت مرکز فیضاباد ښار کې موقعیت لري.
په بدخشان کې یوه زدهکوونکې برښنا وايي: «کله چې ښوونځي وتړل شوی، چېرته تلی نهشو او درس مو نهشو لوستلی، بیا راته لږ رواني ستونزه پیدا شوه.»
یوه بله زدهکوونکې فرزانه پهدې اړه زیاتوي: «که حجاب وايي، نجونې له حجاب سره ځي، هر قانون چې غواړي، په همغه ډول ځي، خو هیله لرو چې ښوونځي پرانیزي.»
یو شمېر نورې زدهکوونکې هم وایي، د هر ډول شرایطو وضع کېدو سربېره هم ښوونځيو ته تلو ته چمتو دي او له اسلامي امارته غواړي چې د دوی پر وړاندې د ښوونځېو دروازې پرانیزي.
په بدخشان کې زدهکوونکې مرسل نیازۍ وايي: «هر کار چې کوي، که د ښوونځي مضمونونه بدلوي یا کوم بل کار کوي، خو زموږ پر مخ دې ښوونځي پرانیزي.»
یوه بله زدهکوونکې ماه پري محزون زیاتوي: «هیلهمن نه و چې د نور دې ښوونځي پرانیستل شي، پههمدې خاطر دې کارخونې ته راغلو.»
ورته مهال، په بدخشان کې ځیني مدني فعالان د نجونو پر وړاندې د ښوونځېو د دروازو تړلي پاتې کېدل د هېواد د راتلونکي په ګټه نه بولي.
مدني فعال زمری ناصري پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «کله چې د نجونو حقونه په نظر کې نه نیول کېږي، ټولنه له ځوړ سره مخ کېږي. یانې هېڅ ټولنه له ښځو پرته پرمختګ نهشي کولای.»
مدني فعاله انګیزه بیدار زیاتوي: «باید ښوونځي پرانیستي وي، څو نجونې وکولای شي، د علم او زدهکړې په برخو کې خپلو هیلو ته ورسېږي.»
د بدخشان سیمهییز مسوولان هم وایي، د نجونو پر وړاندې د ښوونځي دروازو د پرانېستل کېدو اړوند د اسلامي امارت د مشرانو پرېکړې ته په تمه دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وايي: «هر کله چې د اسلامي امارت رهبري پهدې اړه پرېکړه وکړه، انشاء الله په بدخشان کې هېڅ ډول ستونزه نهشته.»
په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځېو د دروازو له تړې کېدو نږدې دوه کاله تېرېږي، خو تر اوسه روښانه نهده چې څه وخت به دغه ښوونځي بېرته پرانیستل شي.
په دې اړه مو اندونه