د اسلامي امارت دفاع وزارت ویاند وايي، د اردو لپاره د نوي یونېفورم موضوع به په نږدې راتلونکې کې مشخصه شي.
عنایتالله خوارزمي پهدې اړه طلوعنیوز ته زیاتوي، د اردو د شمېر له بشپړېدو وروسته به د هغوی د یونیفورم پر جوړولو کار پیل شي.
د دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي وايي: «لکه څرنګه چې د اردو د جوړول یوه اوږده پروسه ده، موږ په پام کې لرو چې خپلو پوځیانو او عسکرو ته یونېفورم چمتو کړو، خو تر اوسه پورې مو په همغې چټکتیا سره د اردو د جوړولو نور پړاوونه بشپړ کړي. انشاءالله په نږدې راتلونکې کې به د یونېفورم موضوع هم مشخصه شي.»
بلخوا د پوځي چارو شنونکي هم د اردو لپاره د یونیفورم لرل یوه مهمه اړتیا ګڼي.
د پوځي چارو کارپوه اسدالله نديم وايي: «پوځي لباس په حقیقت کې د پوځیانو هویت دی، یانې ولسي وګړو ته یو ډول ډاډ او باور ورکول دي چې دغه کسان په ځانګړي پوځي لباس کې د خلکو د امنیت د ټینګښت او خوندیتوب په خدمت کې دي.»
د پوځي چارو یو بل کارپوه سرور نیازی وايي: «یونېفورم په پوځي لیکو کې د نظم او دسپلین د رامنځته کولو باعث کېږي.»
ورته مهال، د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، د ملي دفاع وزارت د ځواکونو لپاره د مشخص یونیفورم نشتوالی د ناامنۍ او د ځينو کسانو له لوري د ناوړه ګټې اخیستنی لامل شوی دی.
د کابل اوسېدونکی عمران الکوزی وايي: «د دې لپاره چې نامسوولو کسانو سره یې توپیر وشي، باید یونېفورم ولري.»
د کابل یو بل اوسېدونکی غلام حسن محمدي وايي: «دا یوه اړتیا ده چې موږ وپوهېږو چې دا اردو، امنیت او پولیس دي او په کابل ښار کې خلکو ته نظام او نظم برابر کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د څه باندې اتلسو میاشتو په تېرېدو سره، د ځینو نورو نظامي برخو لپاره هم، مشخص یونیفورم نهدی جوړ شوی.
په دې اړه مو اندونه