د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د پاکستان دایمي استازی منیر اکرم ویلي چې د افغانستان په وړاندې اوسني بندیزونه باید لېرې شي چې د دغه هېواد اقتصاد بېرته ورغول شي.
ښاغلي اکرم همدارنګه ویلي چې څه باندې ۹۰ سلنه افغانان له بېوزلۍ سره مخ دي او نړۍ باید پرې نهږدي چې د دغه هېواد وګړي له دې په بد اقتصادي وضعیت کې ژوند وکړي.
د دغه پاکستاني چارواکي په اند، د افغانستان د شتمنیو په ازادېدو سره به د دغه هېواد اقتصاد په ډېرې چټکۍ سره بیاورغول شي.
منیر اکرم په دې هکله وویل:«د افغانستان کابو ۹۵ سلنه خلک په شدیدې بېوزلۍ کې شپې او ورځې تېروي. ان په داسې حال کې چې، موږ د ښځو د حقونو په تړاو د تضمین اخیستنې او په افغانستان کې دننه او بهر د ترهګرۍ د لهمنځه تلو په لټه کې یوو. نړۍ نهشي کولی اجازه ورکړي چې افغان ولس د اوږد مهال لپاره پر بېوزلۍ اخته وي. د افغانستان اقتصاد باید په چټکتیا سره د دغه هېواد د شتمنیو د ازادېدو له لارې احیا شي.»
له دې سره سم، اقتصاد وزارت یو ځل بیا ویلي، که د افغانستان شتمنۍ ازادې شي؛ نو په هېواد کې به د بېوزلۍ کچه هم راټيټه شي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي:«په افغانستان کې د بېوزلۍ یوه لامل، د امریکا متحده ایالاتو له خوا د افغانستان د خلکو د شتمنیو کنګلېدل دي. له نړۍوالې ټولنې زموږ غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې پراختیايي مرستو ته پاملرنه وشي.»
خو پر افغانستان د بندیزونو د دوام لاملونه څه دي؟
د اقتصادي چارو شنوونکی استاد مسعود په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«ځينې نور موردونه هم د افغانستان له لوري کېږي او هغه د دې لامل کېږي چې د نړۍ مرستې افغانستان ته رانه شي او بېوزلي لمن وغوړوي او له ۹۷ سلنې هم لوړه شي د بېلګې په توګه ناوړه چلند چې د افغانستان دولت یې د ښځو په وړاندې کوي.»
د ویلو ده چې، په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي، په روان زیږدیز کال کې په افغانستان کې د اړمنو د لاسنیوي لپاره ۱۷۰ مېلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
په دې اړه مو اندونه