تاجیکستان ایران یې په ۹۰ لسیزه کې د دغه هېواد د نفود لرونکو څېرو په ترور کې په لاس لرلو تورن کړ.
یوه تاجیکستاني چارواکي ویلي چې ایران د نفوذ لرونکو څېرو له هغې ډلې په ۱۹۹۹ کال کې د تاجیکستان د پارلمان صفر علي کنجایوف په ترور کې لاس لرلی دی.
د تاجیکستان ملي ټلوېزیون د سېشنبې په ورځ د زمري ۱۷ مه، یو مستند فلم خپرو کړ چې په هغه کې د تاجیکستان د کورنیو چارو وزیر، ایران تورن وي چې د تاجیکستان په کورنۍ جګړه کې ونډه لري او د تاجیکستان د احیای اسلامي ګوند څخه ملاتړ کوي.
په دغه مستند کې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ویلي دي هغو کسانو چې د تاجیکستان کسان ترور ول په ایران کې روزنه لیدلې ده.
په تاجیکستان کې د ۱۹۹۷ تر ۲۰۰۴ کلونو پورې د ترورنو په لړ کې یوشمېر نامتو فرهنګي، هنري او سیاسي شخصیتونه له هغې ډلې د دغه هېواد د پارلمان پخوانی رییس صفر علي کنجایوف،د تاجیکستان اعظم مفتي محمد اوسیمي او د ولسمشر لوړپوړی سلاکار کریم یولډوشف او همدارنګه ۲۰ روسي سرتېري ترور شول.
خو ایران د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.