په هرات کې د زده کوونکو له لوري د ښوونځيو د پرېښودو د ګراف پر لوړېدو اندېښنې راپورته کړې دي.
د هرات د پوهنې ریاست چارواکي وایي، وروستي یوه کال کې نېږدې ۱۰۴زرو نجونو او هلکانو ښوونځي پرېښي دي او کابو درې زره نور له زدهکړو بېبرخې دي.
دا چارواکي یې لامل بې وزلي، نا تواني، ناسمو دودونو او ترهګریزو ګواښونه بولي.
د هرات د پوهنې رئیس، عبدالرزاق احمدي وايي:«تېر یوه کال کې کابو سل طره ماشومان د بیلابیلو مسایلو له امله له زده کړو بې خبرې شوې دي او موږ هڅه کوو د پوهنې پر وړاندې ستونزې شته هوارې کړو.»
د هرات د پوهنې رئیس زیاتوي:«موږ له کورنیو غواړو چې د خپلو لورګانو او زامنو د ښوونځیو تلو مخه ونه نیسي او موږ په دې برخه کې د هڅونې پروګرامونه لرو.»
د هرات ځايي چارواکي وايي، دا مسئله به په جدي توګه تعقیب کړي.
په همدې حال کې هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد وايي:«موږ په جدي توګه دا موضوع څېړو او د متخصصانو او همکارانو سره یې شریکوو او دا زموږ د کارونو په لومړيتوب کې دي، او د پوهنې برخې ښه والي په برخه کې کار کوو.»
د هرات د پوهنې ریاست شمېرې ښيي چې اوس مهال د دغه ولایت په ښوونځيو کې یو ملیون زده کوونکي پر ښوونه او روزنه بوخت دي.