د چین لومړی وزیر، لي کي کیانګ نن(دوشنبې د کب۱۴مه) د حاکم ګوند په ګانګرس ناسته کې وایي، چین به د خپلو ځواکونو ټولو برخو ته پراختیا ورکړي او دوی به جګړې ته چمتو کړي.
د چین د کمونیست ګوند په کانګرس ناسته کې د چین د خلکو په استازیتوب شاوخوا درې زره استازي ګډون کړي دي.
په هغه راپور کې چې د چین کانګرس لخوا خپور شو، د دې هېواد کلنۍ بودجه د ۲۰۱۸ زیږدیز کال لپآره ۱۱،۱ تریلیون یوان (۱۷۵ میلیونه ډالر) ته ورسږي.
په دغه ناسته کې به استازي د خپل هېواد پوځي پراختیا ترڅنګ د اساسي قانون تعدیل او د یو بند لغوه کولو چې پکې د ولسمشرۍ دوره دوو پنځو کلنو دورو ته محدودېږي، رایه ورکړې ده.