انځورګرې، پروانه نبيزاده خپل ۳۲ کښل شوي انځورونه چې په اوبیزه رنګ جوړ او تر ډېره هم د ښځو څېرې ښکاره کوي، نندارې ته وړاندې کړي دي.
دا مېرمن چې د هرات ولایت په پوهنتون کې استاده هم ده، وايي چې هنر په خپل ذات کې آزاد دی او باید چې له ټولنیزو بندونو پرته رامنځته شي.
مېرمن نبيزاده وايي:«موږ په هنر کې زمزمې لرو، ه
نر سره مینه، په خپله یوه زمزمه ده.»
په دې انځور کې له برکې سره ښځې ښکاري چې په بازار کې کالي اخلي.
یو تن زدهکوونکی، نورالله انتظار څرګندوي:«پیغامونه یې ډېر جالب دي د افغانستان هر ګوډ څخه یې هر درد دوا کړی دی. په ځانګړې توګه مېرمنې، نارینه، ځوانان او زاړه.»
بله زدهکوونکې، زینب وايي:«اوسنۍ ورځې ښځې په آزاد ډول ښکاره کوي او دا انځورونه ښکاره کوي چې ښځې کولی شي په ټولنه کې آزاده فکر وکړي او هغه کار سره چې مینه لري ترسره یې کړي.»
دا لومړۍ ځل دی چې یوه ښځه اوبیزه انځورګري نندارې ته وړاندې کوي.