د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي چې د جبلالسراج سمنټو دویمې کارخونې کار یوځل بیا داوطلبۍ ته وړاندې کېږي.
د یاد وزارت ویاند وايي چې د اقتصادي عالي شورا د پرېکړې له مخې د دې کارخونې کار د «افغانستان لوجستیک» کنسرسیوم ته سره چې مخکې د دې پروژې اخیستو لپاره مخکښ شمېرل کېده، هوکړه فسخ شوې او دا پروژه یو ځل بیا داوطلبۍ ته وړاندې کېږي.
دغه فابریکه کې به یو کال کې یو میلیون ټنه سمنټ جوړیږي او پروژې ته لیواله شرکت باید پرې ۱۷۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
د کانونو او پطرولیم وزارت ویاند، عبدالقدیر مطفی څرګندوي:«دا پروژه به ډېر ژر داوطلبۍ ته وړاندې شي.»
افغانستان په سیمه کې د سمنټو لویو کانونو په لرلو سره اوس مهال هم له ګاونډیو هېوادونو د سمنټو لوی واردوونکی دی.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مسوولینو په وینا په تیرو ۱۷ کلونو کې حکومت ندی توانیدلی چې په کور دننه د سمنټو اړتیا پوره کړي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال وايي په هیواد کې د اړتیا وړ سمنټو تولید به وکولای شي هر کال له هیواده د ۵۰۰ میلیونه ډالرو د وتو مخه ونیسي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال، خان جان الکوزی زیاتوي:«موږ د حکومت له دې کار څخه ملاتړ کوو، خو لکه څنګه چې تېر کال هم په وار وار هېواد کې د سمنټو پر فابریکو له کار ویل شوي وو، که دا ځل دا مسله پلې شي نو ډېره ګټوره به وي.»
د سوداګرۍ او صنایعو خونو د مالوماتو پربنسټ اوس مهال هره ورځ له تاجیکستان، ایران او پاکستان څخه لس زره ټنه سمنټ د هیواد بازارونو ته را واردیږي.
په داسې حال کې چې د هیواد د سمنټو ۴ کارخونو په فعالیت سره د یوې ورځې تولید شوو سمنټونو کچه زر ټنو ته رسیږي.