Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ډبرو سکرو د بیې لوړېدو له امله د سمنټو د کارخونو د تولیداتو کموالی

د ملي انکشاف اداره وايي چې په هېواد کې د ډبرو سکرو د بیو لوړېدل ددې لامل شوي چې په افغانستان کې د سمنټو فابریکې تولیدات کم شي.

د ملي انکشاف ادارې د تجارتي تولیداتو مرستیال د ډبرو سکرو د بیو په لوړېدو کې د کورنیو او بهرنیو لاملونو یادونه کوي او وايي چې د افغانستان بازارونو ته ډېری سمنټ له ګاونډیو هېوادونو واردېږي او افغانستان تراوسه د سمنټو په تولید کې ځان بسیاینې ته نه دی رسېدلی.

د ملي انکشاف ادارې د سوداګریزو تولیداتو مرستیال دا مني چې په هېواد کې د سمنټو کارخونې د بازار اړتیا نه شي پوره کولای او زیاتوي چې د هېواد ډېری سمنټ له ګاونډیو هېوادونو واردېږي.

د ملي انکشاف ادارې د سوداګریزو تولیداتو مرستیال ریاض الدین شریفي وویل:«موږ د استفاده کوونکي په توګه د سمنټو په تولید کې له ستونزو سره مخ یوو، ځکه کله چې د ډبرو سکرو بیه لوړه شي نو د سمنټو لګښت هم لوړېږي.»

له بلې خوا، سمنټ پلورونکي وايي چې د جبل سراج د سمنټو تولیدي کارخونې د دوی اړتیاوې نه شي پوره کولای دوی اړ دي چې له ایران او پاکستانه سمنټ وارد کړي.

سمنټ پلورونکی جاوېد وايي:«که چېرې پاملرنه وکړای شي موږ پاکستان ته هېڅ اړتیا نه لرو، موږ په خپله باید ځان بسیا شوو.»

سمنټ پلورونکی عبدالباسط څرګنده کړه:«هغه تقاضا چې موږ یې لرو، زموږ هغه غوښتنه پوره کولای نه شي ځينې وختونه، همدا یوه ستونزه جدي ده که چېرې دغې ستونزې ته رسېدنه وکړای شي لږ تر لږه د تولید کچه دې لوړه کړي.»

له بلې خوا، د جبل السراج د سمنټو په کارخونه کې کارګران د دوی د کار لپاره د ځانګړو وسایلو له نشتوالي شکایت لري او وايي چې کارونه یې درانه دي او آن د ځینو کارګرانو لاسونه او پښې پکې پرې شوې دي.

کارګر سیف الرحمان وايي:«زموږ البسه ډېره ضعیفه ده؛ هغه پلاستیکي خولۍ یې چې موږ ته راکړې دي له ډبرو سره په ټکر کې ماتېږي؛ هغه دسکشې یې چې موږ ته راکړې دي له دوو اوونیو زیات دوام نه کوي.»

د جبل السراج د سمنټو فابریکه په هېواد کې د سمنټو لومړنۍ تولیدي کارخونه ده چې له فعالیته یې ۶۴ کاله تېرېږي.

د ملي انکشاف اداره وايي چې دا کارخونه په څلرویشت ساعتونو کې له ۵۰ تر اتیا ټنه سمنټ تولیدوي او ۱۷۰ تنه په کې کار کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه