Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ما له طالبانو سره ولیدل. دا ښځې وې چې لومړۍ یې خبرې وکړې

افغانستان په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو بد ځای دی او د جګړې دوام د دوی لپاره ژوند ستونزمن کوي. کابل په دې وروستیو کې پر ښځو د بریدونو شاهد وو، د هغې پېښې په ګډون چې له کبله یې یوه نامتو خبریاله د خپل خاوند د کورنۍ لخوا ووژل شوه.

د دې دوامداره تاوتریخوالي پای ته رسېدو او د جګړې پای لپاره له طالبانو سره د سولې لار اړینه ده. امریکا متحده ایالات طالبان د یوه مشروع لوري په توګه منلي دي او له دوی سره یې په مستقیم ډول دوحه کې خبرې وکړې تر څو دا دوامداره جګړه پایته ورسېږي.

په داسې حال کې چې له طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو خبرو هیلې راټوکولې دي، همداراز یې وېره هم رامنځته کړې، هغه دا چې  که طالبان له یوه سیاسي نظام سره یوځای شي او هغه ښځې چې په ۱۹۹۰ زیږدیز کال کې د طالبانو تر ولکې لاندې رژیم کې یې سختې ورځې تېرې کړې دي، یو ځل بیا د تورو ورځو تېرولو ته اړ شي.

خو دا هم امکان لري  او هم اړتیا ده چې له طالبانو سره د سولې په تړاو خبرې وشي، په داسې حال کې چې  د ښځو حقونه خوندي شي. زه تېره اوونۍ په دوحه کې له طالبانو سره تر لیدو وروسته دې پایلې ته ورسېدم چې له طالبانو په خبرو اترو کې د ښځو حقونو او ازادیو په اړه د رڼا څرک شته، په داسې حال کې چې دا رڼا کمه او ماتېدونکې هم ده.

په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې زه «ښځې د افغانو ښخو لپاره» بورډ سره یوځای شوم. دا ډله د هغو ښځو سره کار کوي چې له کورنیو تاوتریخوالیو سره مخامخ شوي وي او د ښځو لپاره په افغانستان کې سرپناه چمتو کوي. د پریل میاشتې په درشل کې زه د خپل یوه همکار سره دوحې ته ولاړم تر څو د افغان حکومت ۲۵۰ کسیزه پلاوي، د مدني ټولنې، سیاسي ګوندونو، اپوزوسیون او نورو ډلو سره چې له طالبانو سره بین الافغاني خبرې کوې، یوځای شم.

که څه هم زه په رسمي توګه دې خبرو ته نه وم وربللی شوی، خو دا فرصت وو تر څه له ګډون کوونکو سره په دې اړه چې په تېرو ۱۸کلونو کې ښځو لاسته راوړنې درلودې او د بیا شاتګ لاره نشته،  خبرې وکړم. په افغانستان کې کابو دوه میلیونه او یا هم له هغې نه ډېرې ښځې د خپلې کورنۍ سرپرستي پرغاړه لري، دوی تل باید مبارزه وکړي او هره ورځ باید د ژوندي پاتې کېدو لپاره خبرې وکړي.

له بده مرغه د افغانستان لخوا د مرکچي پلاوي د  ترکیب لپاره رسمي خبرې اترې پیل نه شوې. د اپریل په ۲۰مه نېټه یوه وروسته له هغې چې رسمي خبرې اترې ونه شوې، ما د دوحې په یوه هوټل کې له هغو کسانو سره ولیدل چې د طالبانو سره د لیدو لیواله وو. خو دې پوښتنې چې آیا پر طالبانو باور وشي او که نه، موږ یې ويرولي وو، خو غوښتل مو پوه شو دا چې دوی له جګړې ستړي شوي دي؟ آیا غواړي چې مخکې لاره پید کړي.؟

د څلورو ښځو په ګدون زمونږ څلورویشت کسانو د طالبانو د ۲۵ کسیزې ډلې له استازو سره وکتل او زمونږ خبرو اترو شپږ ساعته دوام وکړ. مونږ ډاډه نه وو چې څه ډول به هرکلی به مو کېږي.

 زما لید له طالبانو د هغو افغانانو د قیصو جوړښت وو چې د هغوی د حکومت په وخت کې یې ژوند کاوه، د هغو کسانو قیصې وې چې نور یې ژوند مخې ته نشوو بیولی او همداراز د هغې یوه برخه په کابل کې زما د ژوند یوه برخه وه، هغه ځای چې د طالبانو بریدونو پکې زور اخیستو.

لومړی دریو نورو ښځو او ماته وړاندیز وشو چې د مذاکرې په میز کې خپلې څوکۍ وټاکو. مونږ د طالبانو مشرانو ته مخامخ کېناستو.

په دغې ناسته کې د طالبانو د غړو ترمنځ د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي رئیس شېرمحمد عباس ستانکزی او د طالبانو د واکمنی د پوهنې وزیر امیر خان متقي او د طالبانو د ډلې د یو تن بنسټګر  ملا برادر زوی چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې په کراچۍ ښار کې د پاکستاني ځواکونو له خوا ونیول شو او په دې وروسیتو کې د امریکا متحدو ایالاتو په غوښتنه خوشې شو هم شامل دي.

طالبانو سولې ته د دوی لیوالتیا څخه خپلې خبرې پيل کړې. هغوې په جګړه کې ستونزو، د ملکي تلفاتو، برمته کوونکو، بې عدالتیو، نشه یي توکو قاچاق او فساد، او دغه راز د افغانستان حکومت اړوند قومندانانو له خوا د دوی د غصب شویو ځمکو د یو میلیون تنو د بې ځایه کیدو په اړه خبرې وکړې. د دوی غوښتنه د سولې بهیر ته د ننه کېدو به تړاو ریښتینې ښکاره کېده.

د خبرو کوونکو په ډله کې موږ ښځې، لومړي کسان وو چې د خبرو کولو فرصت راکړل شو. ما د ښځو له بنسټونو سره د کار په تړاو خبرې وکړې، او نورو ښځو د نجونو لپاره د تعلیم حق او همداراز د اوربند اړتیا په تړاو خبرې وکړې. طالبانو وویل څرګنده کړه چې نجونې به وکولی شي چې زده کړې و کړي او ښځې به هم کار وکړي.

طالبانو استدلال وکړ چې د ښځو په مسایلو کې پرمختګ یواځې د اسلام په چوکاټ کې کېدی شي چې ترسره شي. د افغانستان اساسي قانون په خپله، اسلام د افغانستان د دین په توګه بیانوي. زما همکارانو په افغانستان کې په لومړۍ کرښه کې د قران اوامرو سره سم کورني تاوتریخوالو سره مبارزه کړې او د ښځو ښوونه او روزنه یې د اسلام پیغمبر حضرت محمد ص د ویناو پر بنسټ هڅولي دي چې زده کړه وکړي لکه څنګه چې وایي ټول مسلمان ښځې او نر باید علم زده کړي که چېرې په چین کې هم وي.

موږ درک کوو چې افغانستان کې به د ښځو حقونو په تړاو هر بحث کې اسلامي تفسیر وي، خو د ښوونې او روزنې، کار او د سیاسي ژوند دفاع مخکې له دې هم په اسلام کې وه.

د غرمې ډوډۍ پرمهال له نارینه‎وو نه مخکې موږ ته د ډوډۍ خوراک وړاندیز وشو. موږ ته یې د  جای نماز، عطر او جامو په څېر ډالۍ راکړې. د لیدنې په وروستیو کې موږ، ښځو وړاندیز وکړ چې د سولې لپاره داعا وکړو. موږ ته یې دعوت راکړ چې په لمانځه کې په مقدمه کرښه کې وریږوـ چې دا یو افراطي عمل بلل کېږي، ځکه چې تل افغان نارینه د لمانځه په مقدم صف کې دریږي.

دا لیدنه نشي کولی چې د ښځو په تړاو د طالبانو پخوانی چلند پاک کړي او همداراز هم تېر شوی وحشت هم بیا نشي راوړی، خو یو حیرانوونکی هرکلی وو. اړینه ده چې موږ وګورو آیا دا چې د طالبانو خبرو د عمل په صحنه کې سره مطابقت لري او که نه؟ خو له طالبانو سره خبرو ماته د هیلو یو لوری ښکاره کړ او ماته یې دا هیله راکړه چې د سولې راتګ شونی دی.

ښځې د ښځو لپاره د بنسټ د بورد غړې او همداراز ټول په سوله کې د بنسټ اېښودونکو یوه غړې، مسعوده سلطان.

مسعوده سلطان لیکي چې طالبانو د ښځو کار کول او همداراز د دوی د زده کړو د ترسره کولو مسله تصدیق کړې ده

شریک یي کړئ