د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د رییس د ادعا په ځواب کې ویلي چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او نهشي کولای چې د نورو هېوادونو لپاره ګواښ رامنځته کړي.
ښاغلي مجاهد یوځل بیا ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې به هېڅ د هېواد پر ضد کار وانهخیستل شي.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه:«داعش د هغه وخت پرتله چې امریکايي ځواکونو دلته حضور درلود په ځلونو کمزوري شوي او د افغانستان د اسلامي امارت ځواکونه د داعش د ځپلو لپاره ټول وسایل یې استفاده کړي او کهچېرې دلته یو یا دوه سلنه داعش پاتې وي. هغوی دلته نه جنګیالي نیولای شي او نه هم ګواښ رامنځه کولای شي.»
له دې مخکې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس مایکل مککال د سي بي اس نیوز ټلوېزیون سره په خبرو کې د داعش د ظرفیتونو له ارزونې پرته له افغانستانه د امریکا وتل یوه تېروتنه بللې ده.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس ویلي:«د داعش د ظرفیتونو له ارزونې او د اطلاعاتو د څارنې له وړتیا پرته له افغانستانه زموږ د وتلو طریقې، موږ له خطر سره مخ کړي یو. موږ هغه ځای پرېښود چې د داعش لپاره روزنځای او د جګړې نوی ډګر دی.»
د پوځي او سیاسي چارو ځينې شنوونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې داعش شتون نهلري او امریکا په دې سره غواړي چې، افغانستان نړۍ ته ناامنه وښيي.
د پوځي چارو شنونکی کامران امان په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«د ترهګرۍ اصلي سرچینه امرکیا ده او دغې ډلې نیابتي ډلې رامنځته کړې دي او غواړي چې له دې لارې خپلو موخو ته ورسېږي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی احمد خان اندړ هم څرګندوي:«لازمه نهده چې د نړۍ زبرځواکي زموږ د هېواد د وضعیت د خرابولو لپاره دا ډول اندېښنې رامنځته کړي.»
نیویارک ټایمز په دې وروستیو کې په یوه راپور کې ادعا کړې چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې د چین، هند او ایران پر سفارتونو د برید هوډ لري؛ خو اسلامي امارت بیا ویلي، داعش پر ډیپلوماټیکو استازولیو د برید وس نهلري.
په دې اړه مو اندونه