Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د بُست کریکټ لیګ؛ لومړۍ لوبه بُست ساتونکو وګټله

کندهار کې د پنځو لوبډلو په ګډون د بست کریکټ لیګ چې تېره ورځ پیل شو، نن(سې شنبې د تلې په لومړۍ نېټه) سره لوبه کوي.

د بست کریکټ لیګ تېره ورځ(دوشنبې د وږي په ۳۱مه نېټه) کندهار کې پیل شو او په کې هېواد به سویل لویدیځ کې د نهو ولایتونو لوبغاړو ګډون کړی دی.

د تېرې ورځې لوبه کې د میوند اتلان او بست ساتونکي سره مخامخ شول چې بریا هم د شپږو ویکټو په توپير د بست ساتونکو په برخه شوه.

د مالوماتو له مخې تېره ورځ دوې لوبې ترسره شوې چې دوهم هم د الفرهاد او بالاحصار زلمانو لوبډلو ترمنځ وه.

یاده لوبه د بالاحصار زلمیانو ګټلې ده.

ټاکل شوې ده چې نن د اختیارالدین کلا او الفرهاد په نامه لوبډلو ترمنځ سیالي وشي.

د هېواد سویل کې د کریکټ مسوولین وايي چې د بست لیګ د هېواد په کچه تر شپږیزې وروسته لوی لیګ بلل کیږي.

شریک یي کړئ