په کابل کې د اس ځغلولو سیالۍ چې د ۱۴ ولایتونو ترمنځ په لاره اچول شوې وې د بغلان ولایت په اتلولۍ سره پایته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې تېره ورځ(چهارشنبې د لیندۍ په ۱۹مه نېټه) پایته ورسېدې، په کې ۳۲ لوبغاړو ګډون کړی وه او ترې لس غوره څېرې د هېواد ملي لوبډلې ته غوره شوې.
همداراز سیالیو کې نورستان او لغمان په وار سره دوهم او درېیم ځایونه خپل کړل.
د کابل او د افغانستان د ولایتونو ګډون کوونکي لوبغاړي دا ډول لوبې د مهارتونو لوړوالي لپاره مهمې بولي.