Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له زېمبابوې سره د سیالۍ لپاره د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې چمتووالی

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې له څو ورځو راهیسې له زېمبابوې سره د دوه تسټ او درې شل اوریزو سیالیو لپاره تمریناتي لوبې پیل کړې دي.

ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ تر راتلوونکو دوه ورځو د ابوظبۍ ښار په شیخ زاهد لوبغالي کې ترسره شي او د مارچ تر ۲۰ مې به دوام وکړي.

د دغو لوبو څارنه به احمد شاه پکتین وکړي. هغه لومړنی افغان لوبڅاری دی چې د ټېسټ لوبو قضاوت به وکړي.

د کرېکټ د نړیوالې شورا د رپوټ پر بنسټ، افغانستان د تېر کال په نومبر میاشت کې د وېسټ انډيز لوبډلې په وړاندې د تېسټ لوبه د ۹ وېکټو په توپير سره بایللې ده.

د هېواد کرېکت بورډ تېره ورځ اعلان وکړ چې منیر کاکړ د هېواد د ملي لوبډلې یو ځوان لوبغاړي د زېمبابوې په وړاندې په تمریناتي لوبه کې ښه وځلېد او وتوانېد چې ۱۲۵ منډې جوړې کړي.

راشد خان

تېره اوونۍ د هېواد کرېکټ بورډ اعلان وکړ شونې ده چې د هېواد د کرېکټ نامتو او ځلانده ستوری راشد خان د زېمبابوې په وړاندې لومړۍ ټېسټ لوبه کې د ټپي کېدو له امله ونه لوبېږي.

هغه چې د پاکستان د کرېکټ لیګ کې د لاهور قلندرز کې لوبه کوله، په لاس ټپي شو او ونه توانېد چې په دغه لیګ کې خپلو لوبو ته دوام ورکړي. هغه د دغه لیګ په شپږم پړاو کې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره یوازې دوه لوبې ترسره کړې.

دا د پاکستان د کرېکټ لیګ کې لومړنۍ لوبه وه چې ترسره یې کړه.

ټاکل شوې چې نن د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري د راشد خان د ټپي کېدو په هکله جزیات چې ایا هغه به لومړۍ ټېسټ لوبه له لاسه ورکړي او کنه خپاره شي.

شریک یي کړئ