د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړی باز محمد مبارز نن (یکشنبه، وري دولسمه) له خپل فرانسوي سیال سره سیالي کوي.
د دواړو لوبغاړو ترمنځ دا سیالي د افغانستان پر وخت ۰۴:۳۰ بجې د تایلنډ په یو سامان کې ترسره کیږي.
د افغانستان د ازادو سیالیو دا ۳۴ کلن لوبغاړی وایي، له تېرو درې میاشتو راهیسې د دې سیالۍ لپاره چمتووالی نیسي او په خبره یې، هڅه کوي د خپل هېواد لپاره ویاړ وبښي.
ښاغلی مبارز په ۷۴ کیلو ګرامه وزن کې د جوهان وان ډي هل پر وړاندې د سیالۍ قفس ته د ننه کیږي.
باز محمد مبارز په دې اړه و ویل: « د مارچ په ۳۱مه لخیره له خپل فرانسوي سیال سره لوبه لرم، ستاسو له ملاتړ مننه کوم. زه هڅه کوم یو ځل بیا د افغانسان بیرغ پورته کړم او د هېواد لپاره مې ویاړ راوړم.»
باز محمد مبارز تر دې دمه په خپلو اوولسو لوبو کې یوولس بریاوې او شپږ ماتې تجربه کړي دي.