د ووشو لوبغاړو په پلازمېنه کې تمریني پنډغالی جوړ کړی او په چین کې په نړۍوالو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي.
د ووشو ملي لوبغاړي له یوې مودې راهیسې د دغې څانګې د فډراسیون او د افغانستان د سپورټ ادارې تر نظر لاندې دغو سیالیو ته د چمتووالي په حال کې دي.
د ووشو فډراسیون چارواکي وايي چې د دغې څانګې لوبغاړي به له دوه اوونیو په کمه موده کې دغو نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره چین ته ولاړ شي.
په دغو سیالیو کې به د افغانستان په استازیتوب د یوه روزونکي په ګډون شپږ لوبغاړي ګډون وکړي.
په دې اړه مو اندونه