ټاکل شوې ده نن ماښام(دوشنبې د سلواغې۱۶مه) د هېواد کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره خپله شل اوریزه لوبه ترسره کړي.
دا لوبه به د افغانستان پر وخت ۷:۳۰ ترسره شي.
تېره شپه د افغانستان او زمبابوې لوبډل مشرانو دې لوبې ته د چمتوالي خبر ورکړ.
په همدې حال کې کابو یوه میاشت کېږي چې د کرکټ لوبغاړي عربو متحده ایالاتونو ته تلي دي او د دې لوبې لپاره د بیلابیلو هېوادونو روزونکو تر نظر لاندې کار کوي.
د هېواد کرکټ لوبډله به یوه شل اوریزه او پنځه یوه ورځنۍ لوبې له زمبابوې سره ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه زمبابوې او افغانستان کرکټ لوبډلو ترمنځ پنځه شل اوریزې لوبې ترسره شوې دي او ټولې هم د افغانستان په ګټه پای ته رسېدلې دي.