کابل کې د ۱۴ کلنو او ۲۱ کلنو عمر لاندې لوبډلو ته د لوبغاړو د غوراوي لپاره نن(چهارشنبه د لړم په ۸مه نېټه) هېواد ساحلي د هند بال سیالۍ پيل شوې.
دا د هېواد ساحلي هندبال سیالیو اتم پړاو دی چې ترسره کېږي. په دې سیالیو کې کابو سلو لوبغاړو ګډون کړی دی.
کابل کې د هندبال دغه سیالۍ به شپږ ورځې، د راتلونکې سې شنبې دوام وکړي.
ټاکل شوې د سیالیو په پای کې به د هېواد ساحلي هندبال لوبډلو ته له سلو لوبغاړو ۱۴ غوره یې ملي لوبډلې ته وټاکل شي.