وروستي خبرونه
Thumbnail
سپورټي

د فیفا له تازه نوملړه د هېواد ښځینه فټبال لوبډلې حذف

د فټبال نړیوال فدراسیون(فیفا) د افغانستان د ښځینه وو لوبغاړو ملي لوبډله له نړیوال تازه نوملړه حذف کړې ده.

فیفا د دغه کار لامل په نړیواله کچه د افغانستان د ښځینه وو فټبال لوبډلې د فعالیتونو نشتوالی ښودلی.

د فټبال نړیوال فدراسیون په تازه نوملړ کې د امریکا، جرمني او هالنډ لوبډلې په ترتیب سره لومړۍ تر دریم ځای خپل کړی دی.

د اسیا په کچه هم اسټرلیا، سویلي کوریا او جاپان په ترتیب سره لومړۍ تر دریم ځایونه خپل کړي، خو د افغانستان نوم د ۱۶۱ هېوادونو ترمنځ نه لیدل کېږي.

د فیفا د قوانینو له مخې کومه لوبډله چې په ۱۸میاشتو کې کوم رسمي فعالین ونلري، ددغه بنسټ له نوملړه ایسته کېږي.

 دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ښځینه‎وو لوبغاړو د فټبال ملي لوبډلې په ۲۰۱۳ کال کې د نړۍ په کچه ۱۰۸ ځای درلود.

ومو غوښتل چې په دې اړه د افغانستان د ښځینه فټبال فدراسینو د کمېټې نظر هم واخلو، خو د طلوع نیوز سره اړیکو سره سره، په دې اړه یې څه ونه ویل.

د افغانستان د ښځینه‎وو لوبغاړو د فټبال ملي لوبډلې په ۲۰۱۳ کال کې د نړۍ په کچه ۱۰۸ ځای درلود

شریک یي کړئ