د افغانستان د زورخانهيي ورزشونو ملي لوبډلې د ۸ سرو، ۲ سپينو زرو او یو د برنزو مډالونو په ترلاسه کولو سره د سوېلي اسیا په انفرادي برخه کې اتلولي خپله کړه.
د دغو سیالیو په وروستۍ ورځ او د غېږې او پهلوانۍ په برخه کې د هېواد ملي لوبغاړي عمرګل، په ۹۰ کیلوګرامه وزن کې او د هېواد بل ملي لوبغاړي په ۱۰۰ کیلوګرامه وزن کې د سرو زرو دوه نور مډالونه هم ترلاسه کړل، او مصطفي نورستاني هم په ۷۰ کیلو ګرامه وزن کې د سپيو زرو مډال ترلاسه کړ.
له دې وړاندې د هېواد د زورخانهيي ملي لوبغاړو په کسیره برخه کې، هم ۶ د سرو او یو د سپینو زرو مډالونه ترلاسه کړي وو
په دې ترتیب سره، د هېواد د زورخانهيي ورزشونو ملي لوبډلې د سوېلي اسیا په لومړني پړاو سیالیو کې په کسیزه او ډلهیزه توګه اتلولي خپله کړه.
د سولې اسیا د زورخانهيي ورزشونو او غېږنیونې په لومړني پړاو سیالیو کې ۸ هېوادونو ګډون او د نیپال په کوربه توب سره شوې وې.