Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې په مناسبت د بایسکل ځغاستې سیالۍ

ځينې نجونو او هلکانو په بامیان ولایت کې، د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د بایسکل ځغاستې سیالۍ وکړه.

په بامیان ولایت کې چارواکي وايي چې دغه سیالۍ د بایسکل ځغاستې دودولو لپاره د ځوانانو د هڅونې او د چاپېریال ساتنې په پار جوړې شوې دي.

بایسکل ځغلوونکو د «شیبر تو» څخه د بند امیر پارک تر دروازې مسیر کچ کړ.

د بامیان ولایت دفتر وايي چې جمعه خان، علي جان او نوروز د هلکانو او د نجونو په برخه کې ریحانه، ارزو او شکیبا وتوانېدل چې په ترتیب سره لومړی تر درېیم مقام پورې خپل کړي.

دغه چارواکي همدارنګه وايي هڅه وي چې د بېلابېلو پروګرامونو په ترسره کولو سره د دغه ولایت له لرغونو او د ګرځندویۍ له جذبوونکو سیمو ساتنه وکړي.

د بندامیر ملي پارک، د شاه فولادي طبیعي منظرې سیمه، د اجر درې وړاندیز شوې سیمه، د چاشت درې جهیل او د بابا غرونه د بامیان له لرغونو او ګرځندویۍ جذبوونکي سیمې دي.

د کال په زره ګونه بهرني او کورني ګرځندویان بامیان ته ځي او له دغو سیمو لیدنه کوي. 

شریک یي کړئ