Skip to main content
وروستي خبرونه
تودی خبری

تودې خبرې: د سولې په تړاو د امریکا کانګرس ته د خلیلزاد خبرې

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د سولې مذاکراتو د بهیر د بریالیتوت کوم ضمانت نه‌شته.

خلیلزاد د امریکا کانګرس ته وویل، ځینې کړۍ شته چې د افغان سولې بهیر ننګوي او غواړي اوسنی وضعیت د دې لپاره دوام وکړي، چې د خلیلزاد په وینا شخصي ګټې، پیسې او واک یې خوندي وي.

بل لوري د امریکا د کانګرس ځینو غړو د امریکا او طالبانو ترمنځ پر هوکړه نیوکې کړي او القاعدې شبکې سره د طالبانو د اړیکو په رابطه یې خلیلزاد ننګولی.

 له دې ټولو سره د چهارشنبې پر ورځ د افغان سولې مرکچي ډلو د اړیکو کمیټو پرون دوه غونډې کړي.

موخه دا وه چې د کړنلارې په اختلافي ټکو خبرې وشي. دواړو غونډو کې د اختلافي مسایلو کومه حل لار نه ده رایستل شوې.

په دې خپرونه کې کوربه، فواد اکبرزي پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې کړې دي.

د خپرونې مېلمانه:

د سیاسي چارو شنونکی، محمد نادر افغان

سیاسي فعاله، شکریه جلالزۍ

د نړۍوالو چارو شنونکی، توفیق تماس

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews