تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د خبریالانو پر هدفي وژنو بحث
افغانستان کې په وروستیو څو میاشتو کې پر خبریالانو د بریدونو په لړ کې د ننګرهار په جلال اباد ښار کې د انعکاس ټلوېزیون درې ښځینه کارکوونکې په دوو وسلهوالو بریدونو کې په نښه شوې دي.
د انعکاس په نوم د یو خصوصي ټلوېزیون رییس زلمی لطیفي وايي وسله والو کسانو د ټلوېزیون د دوبلې برخې دوې کارکوونکې چې سعدیه او شهناز نومېږي د جلال اباد ښار په لومړۍ حوزه کې په نښه کړي چې دواړو يي د سختو ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړې.
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې هکله له خپلو مېلنو سره بحث او خبرې اترې کړې دي.
مېلمانه:
نړیوال ژورنالیست، محب الله شریف
جنوبي حوزه کې خبریال، جواد داوري
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د ښځو برخې مسووله، وحیده فیضي
او له ننګرهار څخه د انعکاس ټلوېزیون خبریال، سید احمد میاخېل