تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو رامنځه ته شو – نشر ته چمتو شو: وروستی
تودې خبرې:د سولې هوکړهلیک د وروستي کېدو احتمال
د طالبانو پر مهال پاکستان کې افغان سفیر عبدالسلام ضعیف وايي چې د سولې هوکړهلیک به تر راتلوونکو څو ورځو پورې وروستۍ شي او د طالبانو په استازیتوب بخ ملاعبدالغني برادر دغه هوکړه لیک لاسلیک کړي.
ښاغلي ضعیف له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې امریکايي استازي غواړي د هوکړې متن کې باید دا ولیکل شي، چې وسلهوال طالبان به له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي.
دغه طالب چارواکی همدارنګه زیاتوي چې دواړه لوري په ۱۵ تر ۲۴ میاشتو کې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او همداراز د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره د تضمین په اړه بشپړې هوکړې ته رسېدلي دي.
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د مشرانو جرګې غړی، ډاکټر زلمی زابلي
سیاسي شنوونکې، خاطره اسحاقزۍ
د هلمند د پخواني والي مرستیال، محمد جان رسولیار