تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: آلمان کې د افغان او امریکايي چارواکو لیدنه
د سولې د مذاکراتو په مهمو شیبو کې چې امریکا له طالبانو سره د اووه ورځني تاوتریخوالي د کموالي په اړه د موافقې خبر ورکړی دی، ولسمشر غني او د دفاع سرپرست وزیر یې په مونیخ کې د امریکا له خارجه وزیر، دفاع وزیر او زلمي خلیلزاد سره لیده کاته کړي دي.
دوی د سولې د هوکړې په اړخونو له نږدې نه بحث کړی دی بلخوا د ناتو سرمنشي یانس سټولټنبرګ له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د سولې یوازنۍ لاره دا ده چې د سولې پروسه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخته ولاړه شي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د سیاسي چارو شنونکی، فضل الرحمن اوریا
د ولسمشر سلاکار، سالم حسني
سیاسي فعال، شهزاده مسعود
مدني فعاله، فرزانه رحیمي