تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: تهران ته د طالب استازو سفر څېړنه
په داسې حال کې چې امریکا، ایران په افغانستان کې لویدیځوالو ته د خنډونو جوړولو لپاره د طالبانو په مالي، روزنیز او وسله وال ملاتړ تورن کړی، بلخوا د طالبانو د دوحې دفتر سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر او ورسره طالب پلاوی تهران ته تللی او د دغه هېواد له خارجه وزیر جواد ظریف سره یې د افغان سولې اړوند خبرې کړې دي.
طالبان په داسې حال کې ایران ته تللي چې د سولې د مذاکراتو بیا پیلولو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي، خو د ایران رول او نقش په دې هڅو کې چ دی؟
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د ولسي جرګې پخوانی غړی، امان الله پیمان
د قاصد ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مشر، عبدالباقي امین
د ولسي جرګې غړی، نعمت الله کریاب
د ولسي جرګې غړې، مسعوده کروخي