تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: 'حکومتي پلاوی هغه وخت دوحې ته ځي چې طالبان چمتو شي'
د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، د حکومت مذاکره کوونکې ډله هغه وخت دوحې ته سفر کوي چې لومړی د قطر حکومت د طالبانو د هیئت د چمتووالي ډاډ ورکړی.
امرالله صالح تېره شپه له طلوع نیوز سره په خبرو کې ویلي چې حکومت له تېرې جمعې قطر ته د تګ لپاره خپله ډله چمتو کړې ده خو ستونزه د طالبانو د خبرو اترو په ډله کې ده چې تر اوسه دغو مذاکرو ته نهده چمتو شوې .
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې اترې کړې دي.
مېلمانه :
د خلکو ملي محور ویاند، عارف کیاني
ازاد خبریال، ډاکتر نجیب پیکان
پروېز عرب زاده، د ولسي جرګې غړی