تودې خبرې: د پارلماني ټاکنو د پایلو د اعلان ځنډ
د تلې د میاشتې په اته ویشتمه د ولسي جرګې د ترسره شویو ټاکنو لومړنۍ پایلې باید د وعدې له مخې د عقرب په نولسمه اعلان شوې وای، اما دا پایلې کمېسیون لومړی د قوس دویمې او بیا د قوس لسمې ته وځنډولې اما اوس د جدي پنځلسمه نیټه ده او د کابل په شمول د کوچیانو د حوزې د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوي.
له ټاکنو راواخله تر دې دمه وتلې موده درې میاشتې حسابېږي، خو د لومړنیو پایلو د اعلان په تېره د کابل د پایلو په تړاو جنجالي ځنډ خلک اندېښمن کړي دي.
د شکایتونو کمېسیون د کابل ټاکنې باطلې اعلان کړې، اما کمېسیون وویل، ژر به خپلې پایلې راوځړوي.
د ټاکنو د پایلو ځنډ پر ولسواکۍ د خلکو باور څومره ځپلی شي؟ ایا نوی کمېسیون هم د رڼو او پر وخت ټاکنو ترسراوي کې پاتې راغلی؟ که د پردې تر شا نور څه هم شته.
ولسي جرګې ته نوماند، سید محمد حریق
میرزاد محمد حقپرست، د ټاکنو کمېسیون د ویاند مرستیال
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا ټیفا مشر، نعیم ایوب زاده
کابل نه د ولسي جرګې نومانده، فروزان داوودزی