تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: طالبانو له ایراني پلاوي سره لیدنه تایید کړه
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د طالبانو یوپلاوی په سیمه کې له وړاندې د خپلو اړیکو له مخې تهران ته تللی.
دی زیاتوي، دا پلاوی تهران ته لېږل شوی، څو د افغانستان د سولې او امنیت په اړه له ایران سره خبرې وکړي.
د طالبانو د ویاند په خبره، دوی په عادي ډول د سیمې هېوادونو ته سفر کوي، څو د افغانستان د ثبات ته د رسېدو لپاره مرسته وکړي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د سیاسي چارو کارپوه، امتیاز وزیر
سیاسي شنونکی، قاضي محمد حسن حقیار
سیاسي شنونکی، یونس فکور
د سیمې او نړۍ د چارو شنونکې، صالحه اسحاقزۍ